Home / مسلکي لارې چارې / د دندې موندلو لارښوونې

د دندې موندلو لارښوونې

د دندې موندلو لپاره د مختلفو لارو څخه هڅه کول تاسو ته د بریا غوره چانس درکوي. بې له دې چې یوازې په اعلان شویو بستونو بسیه وکړئ باید له ملګرو او نورو پيژندوګلو کسانو سره په اړیکه کې شئ ترڅو مرسته درسره وکړي او یا هم نېغ په نېغه د ګمارونکو (recruiters) سره اړیکې ونیسئ

پلانونه جوړ کړئ، موخې وټاکئ او عملي یې کړئ

هغو مهارتونو ته وخت ورکړئ د کومو پرمټ چې غواړئ دنده ترلاسه کړئ

خپلو موخو ته د رسیدو له پاره عملي ګامونه واخلئ ، د هرې اونۍ له پاره یو لیست جوړ کړئ او هغه څه چې تاسې يې کوئ په کې ولیکئ.

د بیلګې په ډول د نن ورځې موخه مو ممکن د درې اعلان شوو پوستونو پیدا کول او کار ورباندې کول وي، د سبا موخه دا کیدی شي چې د څلورو کار ګمارونکو شرکتونو  (recruitment companies) سره راجستر شي . کله چې تاسو مهالویش تنظیم کړئ ، نو لاسته راوړنې به ولرئ،  خپل پلان ته وده ورکړئ او هغه دندې درسره ولیکئ چې علاقه ورسره لرئ او نور معلومات ورزیات کړئ.د بیلګې په توګه د شرکت توضیحات، په شرکتونو کې د اړیکوالو خلکو نومونه او نور هغه څه چې ستاسې د مهارتونو له پاره اړین  وي. دداسې کولو سره به د سي وي او پوښ لیک (cover letter) د پراختیا له پاره ډير څه ولرئ.

څنګه د دندو بستونه پیدا کړو؟

هڅه وکړئ چې په څو ځایونو کې بستونه ولټوئ ترڅو تاسو هیڅ موقع له لاسه ورنه کړئ. ځینې ​​بستونه ممکن یوازې په یو ځای کې اعلان شي او ډیری پوستونه آنلاین لیست شوي وي

د ګمارنې ادارې (recruitment agencies) معمولا بستونه په کاري ویبپاڼو (job listing websites) کې خپروي او ورسره ورسره يې په خپلو ویبپاڼو کې هم خپروي.

ډیری صنعتونه ، سازمانونه ، اتحادیې ، سوداګریز شرکتونه په خپلو ویبپاڼو کې هم د بستونو لیست لري

ځینې وخت ټولنیزې شبکې (social networking sites) د دندو د بستونو اعلانولو له پاره کارول کیږي.تاسې کولی شی چې په ټولنیزو رسنیو کې  د خپل پروفایل په بیا کتنې او سمونې سره هم ددغې لارې نه  ګټه پورته کړئ .

هره ورځ سیمه ایزې ورځپاڼې وګورې

سیمه ایزې ورځپاڼې معمولا د اونۍ پای کې د کاري فرصتونو ترڅنګ خالي بستونه هم خپروي

د استخدام ادارې (recruitment agencies)

د استخدام ادارې معمولا له تاسې غواړي چې د دوي له لارې کومې د دندې بست ته غوښتنلیک (Application) له لیږلو وړاندې باید ځان ورسره ثبت (register) کړئ او دا ثبتول باید هسې (free)  وي، ځکه چې دا ادارې د شرکتونو څخه د بست اعلانولو له پاره پیسې اخلي او دغو ادارو ته که داسې بست ورکړل شي چې تاسې يې وړتیا لرئ نو ښايي درسره په اړیکه کې شي او دا یوه ښه لاره ده چې باید له پامه ونه غورځول شي.

نور هغه ځایونه چرته چې دندې اعلان شوې وي

تاسې کولی شئ چې مسلکي او صنعتي ژورنالونه واخلئ او یا ورته په نږدې کتابتون او انټرنټ کې لاسرسی ولرئ.

د لنډمهاله دندو له پاره په مغاذو او شرکتونو کې د نوټس بورډونو (notice boards) نه هم ګټه پورته کولی شئ

د ګمارنو ادارې (recruitment agencies) ، پوهنتونونه او صنعتونه د دندو څرګندونه کوي ، چیرې چې ګمارونکي د دوی لپاره د کار کولو په اړه معلومات چمتو کوي. تاسو کولی شئ چې هلته هم د مرکو (interviews)  له پاره غوښتنه وکړئ نو د خپلې CV ځینې کاپي واخلئ او د ناڅاپه مرکو (argent interviews) له پاره چمتو اوسئ.

 له ګمارونکو سره مستقیما اړیکه ونیسئ

د شرکتونو،مغاذو له ګمارونکو سره د خالي بستونو په اړه اړیکه نیول مو چانس لا سیوا کوي او د هغو بستونو چې تراوسه اعلان شوي نه دي په اړه هم موقع په لاس درکوي 

د کار ګمارونکو سره د اړیکو چمتو کول

مخکې له دې چې د ګمارونکو سره اړیکه ونیسئ باید د اړوند شرکتونو په اړه ددوی د ویبپاڼو،د اعلاناتو بروشرونو…. له لارې څیړنې وکړئ او د امکاناتو په صورت کې ورسره ووینئ.

له ګمارونکو سره اړیکه نیول

په شخص کې د یو چا سره خبرې کول د کار ګمارونکي لخوا پیژندل کیدو عالي لاره ده.

د بشري سرچینو / ګمارنې څانګې له مشر سره د خبرو کولو غوښتنه وکړئ. که هغوی سره ممکن نه وي نو پته ولګوئ چې تاسې باید له چا سره ووینئ.

هڅه وکړئ چې یو عادي لیدنه ترسره کړئ، ددې لارې به تاسې د سازمان (organization) په اړه مالومات ترلاسه کړئ.

حتی که دغه وخت کې هغوی سره کوم خالي بست هم نه وي خو کیدای شي چې د بست اعلانیدو پر وخت مو ګمارونکی یاد کړي.

که لیدنه مو وهم نه شي نو د خپلې سي وي سره مو پوښ لیک (cover letter) کې ولیکئ چې تاسې د کومو دندو سره علاقه لرئ او واضحه کړئ چې څنګه تاسې د هغه بست له پاره وړ کس یاست.

معلوماتي مرکې informational interviews

که تاسو د کار ګمارونکي سره ملاقات وکړئ ، تاسو د پوښتنو پوښتلو لپاره عالي فرصت لرئ ، او ددې پروسې په ترسره کولو کې خپله علاقه وښایاست.

تاسو کولی شئ هغه معلومات هم ترلاسه کړئ کوم به چې تاسو سره په راتلونکي غوښتنلیک (application) کې مرسته وکړي ، لکه هغه مهارتونه چې تاسو ورته اړتیا لرئ ترڅودنده ترلاسه کړئ. تاسو پخپله د کار په اړه نور معلومات هم موندلی شئ ، ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې دا بست ستاسو لپاره سم دی.

خپلې اړیکې په کار واچوئ ترڅو درسره د دندې پیدا کیدو کې مرسته وکړي

د دندې ترلاسه کولو یوه غوره لاره د اړیکو له لارې ده ، نو له هر هغه چا سره خبرې وکړئ چې تاسو یې پیژنئ ، پشمول د:

  •    کورنۍ او دوستان
  • پخواني کار ګمارونکي (Previous Employers) او همکاران (colleagues)
  • سیمه ایز کاروباري خلک (local business-people)

ددغو خلکو په اړه غور وکړئ ولې چې دوی به ستاسې په پرتله ډېرې اړیکې لري چې یو بست پیدا کړي.

دا پوسټ ورارزوئ

0%

User Rating: 5 ( 1 votes)

خپل نظر راسره شریک کړئ

زمونږ د فیسبوک پاڼه

%d bloggers like this: