Home / مسلکي لارې چارې / زه ولې دنده نه شم پیدا کولی؟

زه ولې دنده نه شم پیدا کولی؟

که چیرته تاسې تريوې میاشتې پورې په دنده پسې ګرځیدلي یاست خو ناکام شوي یاست نو لاندینۍ لیکنه درسره ددې پوښتنې په ځوابولو کې مرسته کوي چې (زه ولې دنده نه شم پیدا کولي؟) په دې لیکنه کې به ځینې لاملونه ولولئ او وبه ګورئ چې ستاسې کوم لامل دی چې دنده نه شئ پیدا کولی او هم هغه لامل مو سم کړئ ترڅو دنده درته پیدا کړئ.

1.تاسې نه پوهیږئ چې تاسې څه ګورئ.

ډیرۍ خلک په دې نه پوهیږي چې دوی په څه پسې ګرځي خو ولې هرې خواته سي وي لیږي.

اکثر هغه خلک چې غواړي په لومړي ځل دنده واخلي او یا خپل رسمی کرئیر پېل کړي نو په دغسې ستونزو کې نښلي.

چې ترڅو مو فیصله نه وي کړې چې تاسې په څه پسې ګرځئ، په څه کې خپل کرئیر جوړوئ او څنګه دنده غواړئ درته پیدا کړئ نو هسې په ویبپاڼو کې دندې لټول بې پایلې دي. همدا اوس دا هرڅه پریږدئ او د هغه ټولو شرکتونو،کمپنیو او هغه بستونو په اړه یو لست جوړ کړئ چې غواړئ دنده په کې وکړئ او ددې لست د جوړولو نه لومړۍ مو باید خپل استعداد او قوت په پوره توګه ارزولی وي ترڅو وپوهیږئ چې څنګه دنده مو تروس پوره او د خوښۍ سبب کیدای شي.

2.تراوسه مو ځانته موخه نه ده ټاکلې

دا ګرانه ده چې هر وخت هڅاند پاتې شئ نو ځکه باید ځان ته یو ورځنی هدف وټاکئ  چې څومره وخت باید د دندې په لټولو مصرف کړئ ولې چې په لومړیو کې دا د خوند کار دی چې دنده پسې ګرځې او هرې دندې ته خپله سي وي لیږې خو بیا په راتلونکي کې دا کار ستړی کوونکی او ناارامه کوونکی تمامیږي.

د بیلګې په توګه د ورځې دؤو کمپنیو ته خپله سي وي لیږئ نو دې سره به مو ورځنی موخه هم پوره کیږي او د ناهیلۍ له ښکارکیدو به هم بچ ياست.

3.تاسې په یو ځای تکیه کړې ده

د دندو اعلانونو ویبپاڼې ښه ځای دی د دندې پیدا کولو دپاره خو تاسې باید یوازې په یو ځای تکیه ونه کړئ بلکه نورې لارې هم ولټوئ ترڅو زیار مو زر رنګ راوړي.لکه

ټولنیزې شبکې    (social media)

د شرکتونو ویبپاڼې  (companies websites)

د استخدام شرکتونه (recruitment companies)

ملګري او د کورنۍ غړي (family & friends)

3.ګمارونکی مو غولوي

ایا تاسې خپله سي وي ځکه هرځای ته لیږئ چې واپسې ځواب يې نه اورئ؟

دا د دندې د پیدا کولو ترټولو ګران او له مایوسۍ ډک پړاو دی او دا ټول ستاسې په سي وي باندې منحصره ده ځکه چې تاسې هرې دندې دپاره یو شان سي وي کاروئ. خو ولې ښه خبر دا دی چې تاسې دا ستونزه په ډېرې اسانۍ سره سمولی شئ.

پکار ده چې خپله سي وي په بیا بیا ولولئ او د هربست دپاره چې تاسې ورته خپله سي وي لیږئ جدا جدا سي وي جوړه کړئ ترڅو ګمارونکي ته ښکاره شي چې تاسې ددې بست دپاره وړ کس یاست.

په سي وي کې یوه برخه د ځاني بیان (Personal Details) دپاره ده چرته چې اکثره خلک غلطیږي او دا باید ستاسې د سي وي په سر کې راشي ترڅو ګمارونکي مو وپيژني چې تاسې څوک یاست. او دا برخه یوه ستونزمنه برخه ده.

4.تاسې خپل غوښتنلکونه نه تعقیبوئ

که د ګمارونکي څخه مو په څو اوونیو کې ځواب ترلاسه نه کړو نو خپله ورسره اړیکه ونیسئ هغه که د ایمیل د لارې وي او یا هم د تیلیفون. که هغه تاسې ته د نه ګمارنې ځواب درکړ نو تاسې سره بیا دا موقع شته چې لامل يې ترې وپوښتئ.

5.تاسې بې غوره یاست

تاسې باید خپله سي وي او غوښتنلیک په پوره غور سره ولولئ ترڅو کومه نیمګړتیا په کې پاتې نه شي لکه د حروفو(spelling) سم لیکل، او که ستاسې د وس نه پوره نه وي نو بل چاته ووایئ چې په غور يې درته ولولي او نیمګړتیاوې یې درپه ګوته کړي ترڅو يې اصلاح کړئ.

6.هوایي ښکارئ

کیدای شي تاسې دې ته خوشالیږئ چې له یوې دندې نه بلې ته ټوپ کوئ. لکه ووایو چې د زده کړو په دور کې مو د خپل مصرف پوره کولو دپاره پس له وخت دندې ترسره کړې دي خو په یوه دنده کې مو هم له دریو میاشتو زیات وخت نه دی تېر کړی. نو ددې دپاره باید داسې لهجه وکاروئ ترڅو مو ګمارونکي ته دا احساس ورنه شي چې تاسې هواباز یاست او مستقل سوچ نه لرئ.

6.پرینزټشن مو خراب دی

که تاسې په بې ادبۍ خبرې کوئ، خراب لباس مو اچولي وي او ګډوډ حرکتونه کوئ نو دايې غټ لامل دی چې انټرویو مو هغه پړاو ته نه رسیږي په کوم کې چې باید ګمارونکی درته وړاندیز وکړي. برعکس ددې حرکتونو مو دا موقع په لاس درکوي چې دنده ترلاسه کړئ .

8.ستاسې استعداد زیات دی

که تاسې په خپله سي وي کې لیکلي وي چې تاسې ډېر استعداد،تجربه او زده کړئ لرئ او هغې دندې ته مو خپل غوښتنلیک لیږلی وي کومه چې ستاسې د استعداد نه ډېره وړه وي او که په بل ډول ووایو چې د نویو کسانو دپاره وي نو دا هم ستاسې د نه قبلیدو لامل کیدای شي. باید پوه شئ چې د ابتدايي کچې دندې (Entry level jobs) د د نویو کسانو دپاره وي او هسې د غوښتنلیک لیږلو تکلیف مه کوئ اما که تاسې هرڅو غواړئ چې دا دنده ترلاسه کړئ.

9. تاسې سیګرټ څکوئ

که تاسې د سیګرټ د بوی سره انټرویو ته لاړ شئ نو سم دلاسه به ګمارونکی تاسې واپس کړي ولې ددې عادت د وجې د هغې کمپنۍ پیرودونکي هم واپس کولی شي.نو هم دا نن سیګرت پریږدئ ترڅو صحت او راتلونکی دواوړه مو مننه وکړي.

10.بد چلند کوئ

ممکن دا ستاسې غلطي نه وي چې تاسې خپه او یا ستړي یاست خو ولې دا ستاسې غلظي ده چې خپل خپګان او ستړيا مو د انټرویو(مرکې) په وخت کې ظاهروئ.

ددندې د لټون مایوسي،شاته د پاتې کیدو او یا د خپل پخواني باس (boss) غوسه مو دننه پټه وساتئ. خوندور او مثبت واوسئ او ځان د راتلونکي د غوره همکار په توګه ښکاره کړئ.

11.تاسې توجه نه ده کړې

د دندې پوسټ کول ستاسو غوره ملګری دی. دا د مشخصو موادو غوښتنه کوي او تشریح کوي ، په ځانګړي توګه ، څه چې شرکت یې په لټه کې دی. د دې په غور سره لوستلو کې پاتې راتلل ، او معلومه کړئ چې ایا له تاسو هغه څه چې غوښتل شوي دي وړاندې کولی يې شئ

. دقیقا هغه څه وکړئ چې تاسو څخه غوښتنه کیږي. لارښوونې تعقیب کړئ او خپل احتمالي مالک ته ثابته کړئ چې تاسو هغه څه چې هغه تاسو ته درکوي هغه پرته له دوه ځلي وینا سرته رسولی شئ.

12.د وینا کولو مهارت مو کمزوری دی

تاسو ډیرې یا ډیرې لږې خبرې کوئ. ستاسو مرکه کوونکی باید له تاسو څخه شفاف ځوابونه ترلاسه کړي. تاسو د پوښتنې موضوع ګمراه کوئ. تاسو نشئ کولی خپل قوي ټکي په ټکو کې ترلاسه کړئ. خپل د اړیکو مهارتونو ته وده ورکړئ ، او دې سره  تاسو باید د پام وړ پرمختګ ووینئ.

څنګه د دندې موندلو له پاره دا مالومات وکاروو؟

که تاسو دا ګامونه تعقیب کړئ ترڅو معلومه کړئ چیرې چې ستاسو د دندې لټون درول کیږي یا غلط روان وي ، او بیا د ستونزو حلولو لپاره وړاندیز شوي ګامونه واخلئ ، نو تاسو به د کار موندلو ډیر احتمال ولرئ. زه نه وایم چې دا اسانه دی ، او که تاسو دا پاڼه ګټوره ومومئ ، نو تاسو شاید ډیر خفه یاست او داسې احساس کوئ چې دمخه مو ډیره هڅه کړې وي. مګر تاسو مثبت بدلون کولی شئ. هر کار موندونکی کولی شي د سمون لپاره په دې پاڼه کې یو څه ومومي. نو که تاسو نشئ کولی دنده ومومئ ، دا پاڼه درسره خوندي کړئ او د حوالې په توګه يې وکاروئ ترڅو د تنظیم او ښه کولو له پاره يې وکاروئ تر هغه چې دنده ومومئ.

0%

User Rating: 3.3 ( 1 votes)

خپل نظر راسره شریک کړئ

زمونږ د فیسبوک پاڼه

%d bloggers like this: